ایا لوېدیځ په افغانستان کې د فساد ضد مبارزه کې ریښتینی دی ؟
مردازی مردازی

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له پریکړې روسته چې هغې کې  کرزی د دویم ځل لپاره د هېواد دولتمشر اعلان شو ، د لوېدیځو هېوادو مشرانو د مبارکۍ د پیغامونو ترڅنګ ؛ یو په بل پسې ، په خورا وارخطایۍ او په قوي ګمان د مخکیني پلان له مخې د کرزی د حکومت په اړه د فساد خبره رسنیو ته راوویسته . د فساد په اړه د لوېدیځ دا شور او زوږ د داسې تودو ولولو او پارونکو بیانیو سره ملګری شو چې ګوندې لوېدیځ په افغانستان کې ،  یو دم ، ناببره او دمخنۍ خبرتیا پرته یو لوی راویستون « کشف » کړی وي !

په افغانستان کې ماشوم هم په دې پوهیږي د کرزی په اته کلنه واکمنۍ کې د فسادونو خېلونه ، ډولونه ، شکلونه ، څانګې او ښاخونه دومره رنګارنګ ، سورور او ښکرور وو چې د لوېدیځ کشف او پرهغو د مکر اوښکو څڅولو ته نه کومه اړتیا لېدل کیږي او نه د لوېدیځ د نویو ملګرو عبدالله ، نظارشورا او جمعیت د ګوتنېوي لپاره د غوږ ایښودلو ځای !

تېر اته کلن پير کې په اداري فساد ، د نیشه يي توکو په قاچاق ، د جګړې په دوام او د افغانانو په نورو ۱۰۰۱ بدبختیو کې لوېدیځ ، نظارشورا ــ جمعیت او د کرزي نوره پاتې اداره  ، هغه د رحمان بابا په قول دریواړه یو دي .

راځۍ چې د لوېدیځ د نوی کشف ننداره له نږدې وکړو :     

«  نیویارک  ټایمز له یو شمیر امریکایې چارواکو څخه چې نومونه یې  نه دي اخیستل شوي په نکل کاږي چې د امریکې دولت پلان لري چې یوه داسي اداره رامنځ ته کړي چې په افغان دولت کې د فساد چارواکي ونیسي. دغه اداره به له بهرنیو متخصصینو او افغان کارپوهانو او څيړونکو جوړه  وي چې په خپل صلاحیت به د افغان عالي رتبه چارواکو د توقیف صلاحیت هم ولري.


سرچینې وایې، په هغو کسانو چې د حامد کرزي په کابینه کې  د فساد او انسان وژني ډیر تورونه موجود دي د هغه مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم او جنرال دوستم دی.

په دغو دوو کسانو د ادارې فساد او قتلونو مکررې دوسیې د بشري حقونو او په کور دننه حکومتي ادارو په لاس کې موجودي دي.

جنرال دوستم په شمال کې د زرګونو تنو طالبانو په وژلو تورن دی او په مارشال فهیم دا تور دی چې په ملیونونو  ډالره  یې د خپل ماموریت پر مهال ( دفاع وزیر) غلا کړي دي »

واوا څه نوی کشف !

لومړی خو ، فهیم  د لوېدیځ  د الوتکو تر سیورې لاندې په غلا غلا او پټه پټه ، کابل کې  د واک په ګدۍ سپور شو  ، مارشال شو او په اصطلاح د کابل فاتح شو !  همدارنګه ګلیم جم دوستم  د امریکایانو په ملاتړ له کوم نااشنا مکان څخه راپیدا او په کانتینرونو کې د زرګونو طالبانو او پښتنو په وژلو سره  ، د امریکې په مهربانۍ دویمه پلاپه شمال کې واکمن شو  . او تر ټولو بده داچې ایا په ټول دولت کې یوازې  همدا دوه جنګي مجرمین دي ؟ ایا د دوی  زوړ ګوډاګی او نوی دوست عبدالله  ، عطا محمد نور، یونس قانوني  ، رباني ، سیاف ، محقق او په لسګونو نور سړیخواره او وینې څښونکي جنګي مجرمین نه دي ! غله او ډاکوان نه دي ! 

د فهیم او دوستم  په جزا به افغانان  د خوښۍ جشنونه جوړ کړي  ، خو که دا جزا د سیاسي موخو له کبله نه وي ، شا ته يي نورې خونړۍ چلوټې  نه وي او له دوی سره نور ډاکوان هم د قانون منګولو ته وسپارل شي .

دا چې  « نیویارک ټایمز کاږي چې کوچنر د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر کابل ته په خپل  وروستي سفر کې له حامد کرزي سره د لیدو پر مهال هغه ته نهه ټکې ور په ګوتو کړي چې په هغو کې یو هم په نوي حکومت کې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره کار کول دي » دلته د فساد په اړه د لوېدیځ  د رسوایۍ تشت  له بامه  رالویږي !

عبدالله خو د ټاکنو په  لومړي پړاو کې ماتې خوړلې وه  چې د لوېدیځ په لاسوهنه  وغځېدي او روسته د ټاکنو له دویم  پړاو څخه  بیا هم د لوېدیځوالو  په لمسون او چلوټه   وتښتید ،  بیا د څه لپاره کرزي سره  حکومت کې شریک شي ؟  ایا ددې لپاره چې  عبدالله  او ډله يي دا وار بیا هم  کرزی کارکولو ته پرینږدي ؟   دولت  کې  به دوی د تېر پشان  رنګارنګ سبوتاژ کوي ، د حکومت په  نوم بدۍ او پاتې راتلو کې به  په هیڅ چلوټې اسره نه کوي او د امریکې د ولسمشر اوباما په قول  د کارونو راپور به  شپږ میاشتې روسته کرزی ورکوي ! ؟ ایا  انصاف او دوستي  دې ته وايي! 

ټایمز د اوباما له خولې لیکي : « که چیری کرزی په دې شپږو میاشتو کې په چارو کې بریالی ونه خیژي ، هغه « اوباما » به د افغانستان له دولت  سره  اړیکې پرې کړي او خپل سرتیري به له دې هېواده وباسي » 

د افغانانو قدیمي اشنا د انګریز لومړی وزیر ګوردن براون خو پارلمان ته په خپله  وینا کې   « فساد د افغانستان دویم نوم وباله او زیاته يي کړه چې چمتو نه دی چې انګریزي سرتیري  په داسې یوه هېواد کې چې په فساد کې ډوب وي  خپل ژوند له لاسه ورکړي »

دا چې په تېرو اتو کلونو کې اداری فساد ورځ تربلې زیات شو ، د نیشه يي توکو کر ــ کیله او قاچاق  د نړي غټ رقم  شو او جګړه  توده او اوږده شوه  ، د ترهګرو پر ضد مبارزه د ترهګرو په لاپیاوړتیا بدله شوه؛ تښتېدلي ډاکوان ، غله او سړیخواره بېرته راټول او د هېواد پر برخلیک واکمن شول ، داسې ښکارې چې دا هر څه  د همدې ورځې لپاره په پام کې نېول شوي وو .

دا د انګریزانو او لوېدیځ زړه پالیسي ده  کله چې چیرته د خپلو ناسمو ، کرغیړنو کړو وړو او ښکېلاکګرو  سیاستونوله کبله ماتې سره مخامخیږی ، لومړی  د خپلې ماتې د پټولو لپاره هر ډول پلمې جوړوي او روسته د نوموړو ولسونو د ورکولو ، پاشلو او تجزیه کولو لپاره  مټې رابډ وهي !

کله چې انګریز د هند په لویه وچه کې د تېرې پېړي په لومړۍ نیمايۍ کې له ماتې او رسوايۍ سره مخ شو، نو لوی هند يي د هغه ځای د ولسونو د خوښې په خلاف په دوه ټوټو ، هندوستان او پاکستان وویشه .   پخوانی سویلي او شمالي ویتنام ، سویلي او  شمالي کوریا او  لسګونه نور هېوادونه  د همدغو ښکېلاکګرو هېوادو په مټ  ، د ورته برخلیک سره مخ شوي دي .

په کابل کې د انګریز د سفیر مارک سیدویل سفرونه بلخ ته او د عطا محمد نور سره د بندو دروازو ترشا لېدنه ،یا په اینډيپنډینت ورځپاڼه کې  د انګریزي دیپلومات  پاډي شدون داخبره « چې موږ  ولې په کابل کې له مرکزي حکومت څخه ننګه وکړو ، داسې حکومت موږ ته څه ګټه لري »

یا د ملګرو ملتو د څانګې پخوانی شړل شوی مرستیال پيټرګالبریټ چې یو وخت په کرواتیا کې د امریکې سفیر و او په ټاکنو کې يي د عبدالله په ملاتړ غوغا راپورته کړه ، ریچارد هالبروک د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې اوسنی ځانګړی استازی ، چې د مرکزي حکومت په وړاندې د بلخ والي عطامحمدنور لمسوي  او د انګریز همدغه دیپلومات پاډی شډون ، دریواړه چې د یوګوسلاویا په ویشلو کې پخه تجربه لري ، په ډاګه کوي چې لوېدیځ افغانستان ته د زیانمنو او خطرناکو پلانونو سره راغلی دی .

نه یوازې اداري فساد چې د لوېدیځ ورته اوس ناڅاپه پام شو ، بلکې د جګړې زیاتوالی او د ترهګرو پیاوړتیا او غښتلتوب ، د نیشه يي توکو قاچاق او په لسګونه نورې ستونځې ، هغه څه دي چې د یوې ټولیزې پتوګه لوېدیځ باید د افغان مرکزي حکومت سره د هغو په له منځه وړلو کې همغږی شي . دا ټولې یو له بله سره تړلي دي نه داچې له دغه ستونځو څخه یوازې فساد ، لوېدیځ د یوې پلمې پتوګه د مرکزي دولت د پاشلو ، د ملوک الطوایفې د پياوړي کولو او په پای کې پاکستان ته د افغانستان د واک د سپارلو په موخه وکاروي .

افغانان باید هغه څه چې د لوېدیځ مرسته او هغه څه چې چلوټه ده په وخت او موقع درک کړي او پرینږدي چې هېواد بیا په ناڅرګند لوري او برخلیک واوړي . د هېواد د ژغورون لپاره نن باید افغانان سره یوموټی شي .

اخځونه :

بېلا بېلې بریښپاڼې

د ۲۰۰۹ کال د نومبر ۱۱ مه        


November 11th, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی